د امریکا د کډوالۍ چوپړتیاوو ادارې د سلګونه افغانانو غوښتنلیکونه رد کړي دي 

0
212

د امریکا د کډوالۍ چوپړتیاوو ادارې د سلګونه افغانانو غوښتنلیکونه رد کړي دي 

په همدې حال کې د امریکا تابعیت او کډوالۍ ادارې ویانده ویکټوریا پالمر وایي چې د افغانستان څخه د امریکایي سرتیرو تر وتلو وروسته دې ادارې ته د بشري دلیلونو په خاطر د لنډ مهالې اوسېدنې څه باندې ۳۵ زره غوښتنلکیونه سپارل شوي چې ډیری یې د افغانانو دي.

 

(2021 / 12 / 31  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د امریکا د تابعیت او کډوالۍ د خدمتونو ادارې  په تیرو څو اونیو کې د سلګونو هغو افغانانو غوښتنلیکونه رد کړي چې په امریکا کې یې د بشردوستانه اقامت لپاره سپارلي و.

د کډوالو د حقونو فعالین وايي، چې د جو بایډن حکومت په دې کار سره د خطر سره مخ افغانانو په برخې کې د مرستې کولو لپاره په خپلو ژمنو نه دی ولاړ.

د امریکا د تکزاس په ایالت کې د کډوالۍ مدافع وکیلې کیتلین رووي اسوشییټډ پرس ته ویلي چې تازه د هغې د پنځو مؤکلینو غوښتنلیکونه چې یو یې د افغانستان د پولیسو پخوانی غړی دی، رد شوي دي.

په همدې حال کې د امریکا تابعیت او کډوالۍ ادارې ویانده ویکټوریا پالمر وایي چې د افغانستان څخه د امریکایي سرتیرو تر وتلو وروسته دې ادارې ته د بشري دلیلونو په خاطر د لنډ مهالې اوسېدنې څه باندې ۳۵ زره غوښتنلکیونه سپارل شوي چې ډیری یې د افغانانو دي.

اړوند موضوعات: 

امریکا ته تللي افغان کډوال د کورونو د نشتون ستونزو سره مخ دي 

پالمر ویلي چې د دې غوښتنلیکونو څخه ډیر لږ یې مراحل بشپړ شوي چې ۴۷۰ یې تر اوسه رد او یوازې ۱۴۰ یې په مشروط ډول منل شوي دي.

Leave a reply