روسیې سوریې ته د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړی دی

روسیې سوریې ته د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړی دی
پوتین دغه راز د ترکیې ولسمشر بشار اسد ته هم د مبارکۍ په پیغام کې د مسکو او انقرې ترمنځ د روابطو پر پیاوړتیا خوښي څرګنده کړې ده او د دوه اړخیزو همکاریو پر لا پراختیا او پیاوړتیا یې ټینګار کړی دی.
(2021 / 12 / 31 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سوریې ولسمشر بشار اسد ته ډاډ ورکړی دی چې روسیه به د ترهګرۍ پر ضد د سوریایي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.
پوتین د نوي ۲۰۲۲ میلادي کال د مبارکۍ پیغامونو د لېږلو په ترڅ کې بشار اسد ته ډاډ ورکړی دی چې دوی به تر هغو پورې د سوریایي ځواکونو ترڅنګ ولاړ وي څو پورې چې یې د ترهګرۍ ریښې وچې کړې نه وي.
پوتین دغه راز ویلي چې روسیه به ترهګرۍ سره د مبارزې ترڅنګ د دغه هېواد په بیا رغونه او ثبات کې هم خپل ورتر غاړې مسوولیت به پشپړه توګه ادا کړي.
پوتین دغه راز د ترکیې ولسمشر بشار اسد ته هم د مبارکۍ په پیغام کې د مسکو او انقرې ترمنځ د روابطو پر پیاوړتیا خوښي څرګنده کړې ده او د دوه اړخیزو همکاریو پر لا پراختیا او پیاوړتیا یې ټینګار کړی دی.




