د افغانستان برېښنا شرکت د یوې اعلاميې پۀ خپرولو سره ویلي چې لۀ ازبکستان نه وارداتي برېښنا بېرته عادي بڼې ته راوګرځېده

د افغانستان برېښنا شرکت د یوې اعلاميې پۀ خپرولو سره ویلي چې لۀ ازبکستان نه وارداتي برېښنا بېرته عادي بڼې ته راوګرځېده
وړمه ورځ د افغانستان برېښنا شرکت اعلان وکړ چې ازبکستان کې د برېښنا ستونزو لۀ امله افغانستان ته د یاد هېواد د برېښنا لېږد کې ستونزه رامنځته شوې ده او د برېښنا لېږد کې کمی راغلی دی؛ خو نن برېښنا شرکت اعلان وکړ چې یاده ستونزه هواره شوې ده.
د افغانستان برېښنا شرکت د یادې ستونزې د حل پۀ اړه لاندې اعلامیه خپره کړې ده:
«افغانستان ته د ازبیکستان وارداتي برېښنا بېرته عادي حالت ته را وګرځېده
له ازبیکستان هېواد څخه د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، د یاد هېواد د برېښنا رسونې په دستګاه کې رامنځته شوې عارضه رفع شوې او افغانستان ته د وارداتي برېښنا بهیر بېرته عادي حالت ته را وګرځېده.
ازبیکستان کې د بريښنا د تخنیکي عارضې د رامنځته کېدو له امله افغانستان ته د نوموړي هېواد وارداتي برېښنا ۵۰ سلنه را کمه شوه چې په پایله کې د کابل په ګډون د ۱۵ ولایتونو برېښنا هم له ستونزو سره مخ شوه.
د افغانستان برېښنا شرکت رهبرۍ د ټولو درنو پېرودونکو له حوصلې څخه مننه کوي.»
اړوند موضوعات:
د افغانستان برېښنا شرکت او تاجکستان تر منځ د برېښنا قرارداد یو کال نور نوی شو
د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې لۀ تاجکستان سره د وارداتي برېښنا د ۲۰۲۱ م او ۲۰۲۲ م کال قرار داد هم د یاد شرکت د مسؤلینو لۀ لوري نوی شو.






