روسیه افغانستان کې د ترهګرو وروستیو فعالیتونو اندېښمنه کړې ده 

0
108

روسیه افغانستان کې د ترهګرو وروستیو فعالیتونو اندېښمنه کړې ده 

دوی ویره لري چې له افغانستان څخه به ترهګر د سیمې هېوادونو ته لار پیدا کړي خو ا.ا په وار وار ډاډ ورکړی دی چې افغانستان کې هیڅ ترهګر وجود نه لري او د سیمې او نړۍ هېوادونه دې په دې اړه هیڅ اندېښنه نه کوي.

(2021 /  12 / 29  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا ویلي چې له افغانستان څخه سیمې ته د ترهګرۍ د خورېدو اندېښنه لا هم پر خپل ځای ده.

د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت مرستیال الیګ سیرومولتوف ریانووسټي اژانس سره په تازه مرکه کې ویلي چې که څه هم طالبانو ډاډ ورکړی دی چې له افغانستان څخه هیڅ هېواد ته ګواښ متوجه نه دی خو ټینګار کوي چې له دې سره سره هم په دغه هېواد کې د ترهګرو ډلو فعالیتونه د اندېښنې وړ دي.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې روسیې په تاجکستان کې افغان پولې ته څېرمه خپل تدابیر ډېر کړي دي.

اړوند موضوعات: 

افغان پولې ته نیږدې؛ روسیه او تاجکستان ګډې همکارۍ ډېروي 

Leave a reply