په ۲۹ دسمبر پیښور سپورټس کمپلیکس کې د کراټې سیالیو لپاره د ضلع خیبر ټیم اعلان شو

0
182

باغی ټي وي رپورټ
په قیوم سپورټس کمپلکس پیښور کښي د دسمبر په 29مه نیټه د آل خیبر پختونخوا فل کنټکټ کراټی ټورنامنټ لپاره د خیبر ضلعی ټیم اعلان شوی دی .

رسنیو سره په خبرو اترو کې د کیوکشن کراټې تنظیم پاکستان برانچ مشر فرهاد شینواري اوویل چې د خیبر په مارشل آرټ ټیم کې چمتو لوبغاړي شامل کړې شوي دې کوم چې به سبا د قیوم سپورټس کمپلیکس پیښور کې د ضلع خیبر تمایندګي وکړي.
د یادونې ده چې د ضلع خیبر کیوکشن کراټې لوبغاړو په قومي او نړيوال کچ هم ددې سیمې او پاکستان نمایندګي کړې ده.

Leave a reply