اسرائیلو د سوریې پۀ یوۀ بندر هوايي برید کړی دی 

0
174

اسرائیلو د سوریې پۀ یوۀ بندر هوايي برید کړی دی 

د اسراییلو دفاعي چارواکو ویلي چې دا د سوریې تر ټولو مهم او ستر بندر دی چې سوریې ترې د ځینو ورانکاره فعالیتونو په برخه کې کار اخیست.

 

(2021 / 12 / 28  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

اسراییلو د سوریې پر یوه مهم بندر هوایي بریدونه کړي دي.

د اسراییلو دفاعي چارواکو ویلي چې دا د سوریې تر ټولو مهم او ستر بندر دی چې سوریې ترې د ځینو ورانکاره فعالیتونو په برخه کې کار اخیست.

بلخوا د سوریې حکومت بیا ویلي چې اسراییلو پر دغه بندر د توغندیو برید کړی دی خو ډېر دغه توغندي د دوی د دفاعي سیستم له لوري دفع شوي دي.

د سرچینې په خبره اسراییلو دوی ته مالي زیانونه اړولي خو دوی بریالي شوي چې د لا ډېرو تلفاتو او زیانونو مخه ونیسي.

اسراییل بیا وایي دوی خپل هدفونه په نښه کړي دي او عملیات بریالي وو.

Leave a reply