کابل هوايي ډګر کې یو ځل بیا رادار سیستم فعالېږي

کابل هوايي ډګر کې یو ځل بیا رادار سیستم فعالېږي
دغې ادارې ویلي چې د هوايي حریم د کنټرول بشپړ رادار لومړۍ جوپه کې درې پایې رادار چې له فرانسې هېواد څخه وارد شوي د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ته سپارل شوي دي.
(2021 / 12 / 26 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ملکي هوایي چلند ادارې ویلي چې د هوایي حریم د کنټرول لپاره یې کابل کې د رادار سیسټم فعالولو ته اجازه ورکړې ده.
دغې ادارې ویلي چې د هوايي حریم د کنټرول بشپړ رادار لومړۍ جوپه کې درې پایې رادار چې له فرانسې هېواد څخه وارد شوي د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ته سپارل شوي دي.
دغې ادارې زیاته کړې ده چې په ټول هېواد کې د هوايي حریم د کنټرول په موخه د فرانسې له ټالس شرکت سره د ۱۱۲ ملیونه یورو په ارزښت د رادارونو تړون لاسلیک شوی او ټاکل شوې ده چې ددې تړون له مخې د ۲۰۲۳ م کال تر پایته رسېدو وړاندې په کابل، بلخ او هرات ولایتونو کې په مرحله ییزه توګه په ۱۲ سایټونو کې د رادار سیستم فعال او د هېواد هوايي حریم په بشپړه توګه کنټرول شي.






