نن په پیښور کې سخت امنیتي انظامات شوي وو

باغی ټي وي رپورټ
د پیښور پولیسو د ۲۵ دسمبر د کرسمس نمانځلو په لړ کې په ټول ښار کې د ننوتلو او وتلو لارو څارنه سخته کړې ده، او همدارنګه ښار ته د مشکوکو خلکو ننوتل هم پولیس څاري.
په رسنیو کې چاپ د یو رپورټ مطابق
پولیسو تیره شپه ۱۱ د پلټنو عملیات ترسره کړی چی په ترڅ کی ۵ تنه د جنایی جرمونو په تور نیول شوی دی. دغه راز د څلورو کسان په شمول چې به هوايي ډزو کې ککړو وو، ددوی په ګډون ١٤٨ شکمن کسان نيول شوي او دې نیول شوو کسانو نه پلټنې روانې دي. د مشرق رپورټ مطابق د ۷۸ غیر رجسټرډ کرایه دارانو او ۱۸ غیرقانوني افغان وګړو خلاف هم کاروايي شوې ده. د تلاشی او سټرائیک عملیاتو په مهال د شکمنو کسانو نه 27 تمانچې، دوه ټوپکې او په سلهاؤ مختلف کارتوس هم برآمد شوی دی. د ټولو ملزمانو خلاف مقدمې درج شوی او دې کسان څخه پلټنې شروع کړې شوې دي۔






