په اسلام آباد کې د اومي کرون وایرس اولنې کیس درج شوې

0
189

باغی ټي وي رپورټ
په اسلام اباد کې د اومي کرون لومړۍ پېښه مخې ته راغله. د NIH سرچینو په وینا ، د اومي کرون لومړۍ قضیه راپورته کیدو وروسته په وفاقي پلازمینه کې د تماس موندلو پروسه روانه ده.

د جیو نیوز رپورټ مطابق، سرچينې زياته کړې چې د اومي کرون وایرس تصدیق د اسلام آباد په یو اوسیدونکې کې شوط دې کوم چې بهر ملک د سفر نه دې کړې، دسرچينو ترمخه د اومي کروون مريض يواځې دکراچۍ سفري تاريخ لري اؤ دهغه حالت دخطرې څخه بهر دى.
د رپورټ مطابق په پاکستان کې د اومي کرون لومړۍ پېښه د دسمبر په ۱۳مه په کراچۍ ښار کې ثبت شوې وه چې پکې يوه ښځه په دغه ويروس اخته شوې وه چې بیا روسته په یو شخصي روغتون کې تر درملنې لاندې وه او وروسته روغه شوې وه.

Leave a reply