بي جې پي حکومت د هند قانون او آیین احترام نه کوي: محبوبه مفتي

0
255

باغي ټي وي رپورټ
د سرینګر نه په رسنیو کې چا پ د یو رپورټ مطابق د پیپلز ډیموکریټک پارټي مشرې محبوبه مفتي په یو بیان کې ویلي دي چې د بي جي پي حکومت د قانون او آیین اعزت نه کوي، هغه ویلي دي چې جمو کشمیر نه د بي جې پي حکومت یوه تجربه ګاه جوړه کړې ده.

محبوبه مفتي په جمو کې یوې عوامي غونډې ته په وینا کې ویلي دي چې د مودي حکومت په کشمیر کې د خپلو ارادو او پلانونو پوره کولو لپاره د هند فوځ کاروي.
محبوبه مفتي اوویل چې د بي جي پي حکومت د هند آیین احترام نه کوي او ددي اندازه ددې او تصدیق ددي نه شي چې د بي جي پي حکومت د آیین آرټیکل ۳۷۰ او ۳۵ اې ختم کړل.
هغې اوویل چې دا اختیار صرف د جمو او کشمیر اسمبلۍ ته وو خو د بي جي پي حکومت دا کار په خپله وکړو چې دې نه څرګندیږي چې د هند حکومت د آیین او قانون احترام نه کوي.

Leave a reply