په مقبوضه کشمیر کې د هندي فوځ ظلمونه دوام لري

0
87

باغي ټي وي رپورټ
نن په ناقانونه توګه قبضه شوي کشمیر کي د هند فوځ له لوري د لګول شوې کرفیو ۸۷۳ ورځ ده چې د ۱۲ ملیونو څخه زیات کشمیر مسلمانان ی په کورونو کې زنداني کړي دي.

په مقبوضه کشمیر کې دا کرفیو د ۵ اګست کال ۲۰۱۹ نه لګیدلې کله چې د هند حکومت د کشمیر د آزاد حیثیت آرټیکل ۳۷۰ حیثیت ختم کړو، دهغه ورځې نه په مقبوضه کشمیر کې ګرځبندیز لګیدلې دې.
د سرینګر نه چاپ یو میډیا رپورټ مطابق په پلوامه ،کپواړه سیمو کې د هندي فوځ د کشمیري مسلمانانو په ضد د پلټنو عملیات ترسره کړل او د هند فوځ دعوی کړي چې ۵ کلو چاودیدونکي مواد ی هم ترلاسه کړي چې بیا ی ناکاره کړي دي.
د یادونې ده چې د هند له لوري په ناقانونه توګه قبضه شوي کشمیر کې په سلګونو کشمیري مسلمانان د هند فوځ له لوري شهیدان شوي دي ،په زرګونو کشمیري مسلمانان ی ټپیان کړي دي.

Leave a reply