د وادي تیراه دو ماشومانو قتل،په قتل کې ککړپلار او ځوی ته ۵۳ کاله سزا ورکړل شوه

0
73

باغی ټي وي رپورټ
د خېبر ضلعې لرې پرتې سیمې وادي تیراه کې د دوو ماشومانو آصف او منصف چې د شفیق ځامن وو، په وژنه کې ککړ دو ملزمانو ته د ۵۳، ۵۳ کلونو قید نه علاوه لس لکه روپې د جرمانه سزا هم اورول شوې ده.

تيره ورځ د جمرود ضلعي عدالت کښې د شکايت کونکي لخوا د جواد خان ايډوکيټ او د هغه د قانوني ټيم په ذريعه درج کړے شوي مقدمه کښې ايډيشنل سيشن جج د وکيلانو په کوششونو د تيرا وادي د دوه ماشومانو آصف او منصف د بې رحمانه قتل مقدمه اورولې ده۔ تورن مغل شاه او د هغه زوی اسحاق ته د ۵۳/۵۳ کالو بند سزا او ۱۰لس لکه روپۍ جرمانه اورول شوې ده.
د یادونې ده چې د روان کال د مارچ په اوومه د تيراه وادي بر قمبر خيل له نرهاو سيمې څخه ورک شوي د دوه کم عمره وروڼو اووه کلن منصف او د هغه د ورور آصف زوي شفيق مسخ شوي مړي موندل شوي وو، دا مړي د ورکیدو نه 19 ورځې وروسته د نرهاو مدرسې ته نږدې د تشناب په یوه ژوره کنده کې موندل شوي وو.

Leave a reply