ټراسپورټ وزارت ویلي چې نن لۀ ترکي او قطري شرکتونو سره د هوايي ډګرونو پرسر خبرې پیلېږي 

0
109

ټراسپورټ وزارت ویلي چې نن لۀ ترکي او قطري شرکتونو سره د هوايي ډګرونو پرسر خبرې پیلېږي 

د احمدي په خبره ټاکل شوې چې ترکیه او قطر د کابل هوایي ډګر په ګډون د افغانستان پنځه هوايي ډګرونه مدیریت کړي. په دې کې د هرات، کندهار، بلخ، کابل او خوست هوایي ډګرونه شامل دي.

 

(2021 / 12 / 23 نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغان حکومت، قطري او ترکي شرکتونو ترمنځ د هوايي ډګرونو د مدیریت په سره خبرې پیلېږي.

د ترانسپورت او هوانوردۍ وزارت ویاند امام الدین احمدي وایي ټاکل شوې چې نن پنجشنبه د ترکي او قطري شرکتونو پلاوی کابل ته راشي او دلته به د یاد وزارت له چارواکو او تخنیکي ټیمونو سره د هوايي ډګرونو د مدیریت په اړه خبرې کوي.

د احمدي په خبره ټاکل شوې چې ترکیه او قطر د کابل هوایي ډګر په ګډون د افغانستان پنځه هوايي ډګرونه مدیریت کړي. په دې کې د هرات، کندهار، بلخ، کابل او خوست هوایي ډګرونه شامل دي.

اړوند موضوعات: 

ترکیه او قطر د افغانستان د پنځو هوايي ډګرونو د سمبالښت چارې پر غاړه اخلي 

ترکیې هم ویلي چې له قطر سره په ګډه د افغانستان د پنځو هوايي ډګرونو امنیت او مدیریت په مخ وړي.

Leave a reply