یونما د بشر دوستانه مرستو لپاره پر امنیت شورا پرېکړه کړې چې دې برخه کې لا اقدامات زیات کړي 

0
92

یونما د بشر دوستانه مرستو لپاره پر امنیت شورا پرېکړه کړې چې دې برخه کې لا اقدامات زیات کړي 

یونما وايي د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په کار ده چې افغانانو ته د لا ډېرو مرستو د رسولو په موخه خپل اقدامات چټک کړي او داسې ګامونه پورته کړي چې په ترڅ کې یې دغه هېواد له اقتصادي بحران وژغورل شي.

 

(2021 / 12 / 23 نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

یونما د بشردوستانه مرستو لپاره د امنیت شورا لا ډېر اقدامات غوښتي دي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر یا یونما له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له تازه پرېکړې هرکلی کوي خو په دې د افغانستان د خلکو ستونزې په بشپړه توګه نه شي حل کېدلی.

یونما وايي د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په کار ده چې افغانانو ته د لا ډېرو مرستو د رسولو په موخه خپل اقدامات چټک کړي او داسې ګامونه پورته کړي چې په ترڅ کې یې دغه هېواد له اقتصادي بحران وژغورل شي.

اړوند موضوعات:

ملګرو ملتونو یو ځل بیا پۀ ملاتړو هېوادونو غږ کړی چې افغانستان سره پراخې اقتصادي مرستې وکړي 

د یونما په خپره شوې اعلامیه کې ټینګار شوی چې دوی له افغانستان سره خپلو مرستو ته ادامه ورکوي او ملګري ملتونه په دې لټه کې دي چې د اړمنو لپاره لا ډېرې مرستې راټولې کړي.

Leave a reply