د قطر دفتر ویاند: پۀ افغانستان د امریکا اوسني بندیزونه د افغانانو د مجازات پۀ مانا دي

د قطر دفتر ویاند: پۀ افغانستان د امریکا اوسني بندیزونه د افغانانو د مجازات پۀ مانا دي
شاهین دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې پرون په کابل کې هم یو شمېر خلکو د امریکا د سفارت مخې ته لاریون کړی دی او له امریکا یې د افغانانو د مسلم حق (مالي شتمني) د ازادېدو غوښتنه کړې ده.
(2021 / 12 / 22 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړي او ویاند سهیل شاهین ویلي چې د امریکا له لوي پر افغانستان د بندیزونو دوام د افغا ملت د مجازات مانا لري.
شاهین پر خپل ټویټر لیکلي دي چې د بندیزونو دوام د بشري حقونو د ملاتړ په مانا نه دي، بلکې د دې بندیزونو مانا د افغانانو مجازات دی.
په همدې حال کې د بشري حقونو یو شمېر مدافعانو له امریکا غوښتي چې پر افغانستان لګېدلي بنیزونه لرې او د دغه هېواد مالي شتمني ازاده کړي.
اړوند موضوعات:
چین: امریکا دې په افغانستان بندیزونه نه لګوي
شاهین دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې پرون په کابل کې هم یو شمېر خلکو د امریکا د سفارت مخې ته لاریون کړی دی او له امریکا یې د افغانانو د مسلم حق (مالي شتمني) د ازادېدو غوښتنه کړې ده.






