باغی ټي وي رپورټ
د افغان کډوالو په اړه د ایران خارجه وزیر عبدالهیان په یو بیان کې ویل يدي چې نړۍ دې د افغان اولس او ددې کډوالو په اړه خا ص پاملرنه وکړي.
د اې پي پي رپورټ مطابق چې د ایران خبري رسنې یو رپورټ ی خپور کړې وایی چې ایران د بهرنیو چارو وزیر د ملګري ملتونو د کډوالو د هایی کمشنر ګرانډي سره ملاقات کړې او په دې ملاقات ی ورته په ډاګه کړي ده چې ایران نور د افغان کډواول خدمت نه شی کولې او دې ستونزې ته باید خاص پاملرنه وشي او دا ستونزه هواره شي.
د رپورټ مطابق د افغان كډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د كډوالو د ادارې په راتګ مننه كولو سره هغه اوویل چې په دې لړ كښې ترلاسه كېدونكې مرسته زمونږ د هېواد د اقداماتو د حجم په مقابله كښې كمه ده او زیاته ی کړه چې په اېران كښې د 52 زرو نه زيات غېر ملكي زده كوونكي وړيا زده كړې كوي او افغان كډوالو ته هم د اېراني وګړو پشان د كورونا واكسين لګول شوي دي.
د اېران خارجه وزير ووئيل چې د ګاونډيانو په پولو د افغان كډوالو شمېر ډیر زیات دې او نړيواله مرسته كمه ده، وزیر خارجه زیاته کړه چې بايد اروپائي هېوادونه خپل كردار ترسره كړي.
نړۍ دې افغان کډوالو ته خاص پاملرنه وکړي: ایران










Leave a Reply