په جمرود کې احتجاجي مظاهره شوي ده

باغي ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر په تحصیل جمرود کې د جمیعت علمای اسلام پاکستان او د تحصیل چیرمین شپ لپاره آزاد امیدوار الحاج سید غوث آفریدی او د پی ټی آئي کارکنانو د اسسټنټ کمشنر جمرود او ریټرننګ افسر دفتر مخی ته احتجاجی مظاهره کړی ده.
د جميعت علما اسلام پاکستان تحصيل جمرود چيئرمېن شپ اميدوار مولانا سعيد خان، د جمعيت علما اسلام خيبر جنرل سيکرټري سيد کبير آفريدي، خان افسر او نورو په جمرود تحصيل کښې د اسسټنټ کمشنر جمرود او ريټرننګ افسر دفتر مخې ته احتجاجي مظاهره کړي ده۔ مظاهره چيان وائي چي د جمرود تحصيل کښي د زناتع پولنګ سټيشنونو کښي درغلي شوي ده او دلته دې بیان ټاکنې ترسره شي.



