پاکستان او هند ترمینځ کرکټ سیالي به په ۲۵ دسمبر وي

0
35

باغی ټي وي رپورټ
د ایشیا انډر ۱۹ کرکټ کپ به په ۲۳ دسمبر په یو اې اي کې پیل شي، د کرکټ په دې سیالیو کې د پاکستان او هند لوبډله هم ګډون کوي.

په دې ایشیایی د کرکټ جام کې به د ۱۹ کالو کم د پاکستان او هند د کرکټ لوبډلو سیالي به په یو اې اي کې ترسره شي، د اې پي پي رپورټ مطابق په دې جام کې د ایشیا ۸ هیودونه ګډون کوي.
روايتي حريف پاكستان او هند ترمينځه مېچ به په 25 دسمبر كولې شي۔ د اېشیا کرکټ کونسل ترسېوري لاندې د انډر 19 ایشیا کپ خوندورې مقابلې به په 23 دسمبر د زيارت په ورځ يو اے اي كښې پېل كېږي .
ددې جام په ګروپ اے كښې پاكستان ٬ هند ٬ متحده عرب امارت او افغانستان شامل دي.
په ګروپ بي كښې بنګله دېش ٬ كوېت ٬ نيپال او د سري لنكا انډر 19 لوبډلې شامل دي۔
د ټورنامنټ دويم مېچ به د بنګله دېش او نيپال او درېم د پاكستان او افغانستان ترمينځه كېږي. اې سی سی انډر 19 ایشیا کپ 23 دسمبر څخه متحده عرب امارات (یو اے ای) كښې پېل كېږي په كوم كښې چې 8 آسيائي ۔ پاكستانۍ لوبډله به دوهم ګروپ مېچ په 25 دسمبر د روايتي حريف هند او درېم او وروستې مېچ په 27 دسمبر د يو اے اي په ضد كوي۔ د ټورنامنټ دواړه سيمې فائنلې به په 30 دسمبر ترسره شي.
د رپورټ مطابق د اې سي سي کپ پای لوبه به د نوي کال ۲۰۲۲ په اولنې نیټه ترسره شي.

Leave a reply