امریکا افغانستان ته د نغدو پیسو د لېږد پۀ لټه کې ده 

0
205

امریکا افغانستان ته د نغدو پیسو د لېږد پۀ لټه کې ده 

د دۀ په خبره همدا اوس له ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو بنسټونو سره په دې اړه بحثونه روان دي چې څنګه وکړی شي افغانستان ته د بشردوستانه مرستو تر څنګ نغدې پیسې هم ولېږي او هلته د اقتصادي او بشري ناورین مخنیوی وکړي.

 

(2021 /  12 / 21  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

امریکا وایي د داسې لارو چارو په لټه کې دي چې وکړی شي افغانستان ته د بشري مرستو تر څنګ نقدې پیسې هم ولېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس په یوه خبري کنفرانس کې ویلي چې دوی په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه بشپړ معلومات لري او له ټولو نړیوالو مرستندویه بنسټونو سره په اړیکه کې دي چې دغه هېواد ته بشردوستانه مرستې ورسول شي.

د دۀ په خبره همدا اوس له ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو بنسټونو سره په دې اړه بحثونه روان دي چې څنګه وکړی شي افغانستان ته د بشردوستانه مرستو تر څنګ نغدې پیسې هم ولېږي او هلته د اقتصادي او بشري ناورین مخنیوی وکړي.

اړوند موضوعات: 

امریکا مېشتي افغانان کولی شي خپلو کورنیو ته پیسې ولېږي؛ طالبانو لۀ دغې پرېکړې هر کلی کړی 

امریکا همدا راز وايي چې تر دې دمه امریکا د افغانستان تر ټولو ستر مرسته کوونکی هېواد دی، خو دوی په یوازې ځان دغه ناورین نه شي کابو کولی نو له  همدې امله د سیمې له هېوادونو هم غواړي چې له دغه هېواد سره خپلو مرستو ته ادامه ورکړي.

هغه د کنګل شوې شتمنۍ په اړه څه نه دي ویلي او دا یې هم زیاته کړې چې د تخلیې ماموریت به ادامه لري او د پای نېټه یې نه ده مشخصه شوې.

Leave a reply