ترکیه: د افغانستان د اوسني حکومت د پۀ رسمیت پېژندلو پرېکړه لۀ وخته مخکې ده

ترکیه: د افغانستان د اوسني حکومت د پۀ رسمیت پېژندلو پرېکړه لۀ وخته مخکې ده
د هغۀ په وينا، انقره افغان حکومت ته مشوره ورکوي چې قومي او سياسي مسايلو په ځانګړې توګه د ښځو حقونو او د نجونو زده کړو ته پاملرنه وکړي.
(2021 / 12 / 20 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د افغان حکومت په رسمیت پېژندنه له وخته مخکې بولي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش لو ویلي چې ترکیه په افغانستان کې د اوسني حکومت په رسمیت پېژندنه له وخته مخکې ګڼي او باید دغه چاره هر اړخیزه وي.
چاوش اوغلو په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل: “د اسلامي امارت په رسمیت پېژندلو اجنډا تر اوسه نه ده شامله شوې. او طالبان هم پوهېږي چې دا ډېر وختي دی. موږ څېړنه کړې، خو دا په دې معنا نه ده چې موږ دې طالبان په رسمیت وپېژنو.”
اړوند موضوعات:
پخواني ولسمشر ویلي چې د طالبانو پر رسمیت پېژندلو لپاره باید ډاډ ترلاسه شي چې دوی کورنی مشروعیت لري
د هغۀ په وينا، انقره افغان حکومت ته مشوره ورکوي چې قومي او سياسي مسايلو په ځانګړې توګه د ښځو حقونو او د نجونو زده کړو ته پاملرنه وکړي.





