نړۍ د افغانستان په اړه د پاکستان دریځ مني: شاه محمود قریشي

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د خالي په ورځ په یو بیان کې ویلي دي چې د نړۍ له غږ سره یو ځای د افغانستان په روان وضعیت کې د پاکستان دریځ مخ مني او نړۍ د پاکستان دریځ پلوي کوی.
قریشي دا خبرې د اتوار په ورځ د اسلامي هېوادونو د تعاون تنظيم (او آئي سي) د خارجه وزيرانو د شورا د ۱۷مې فوق العاده غونډې د انتظاماتو د جاج اخستو نه پس په پارليمنټ هاؤس كښې له ميډيا سره په خبرو كښې وكړې۔
د اې پي پي رپورټ مطابق قریشي اوویل چې پاكستان له اولې ورځې په افغانستان کې د روان انساني بحران په اړه نړۍ ته خبر وركړې دې او وئيلي يې دي چې كه په افغانستان کې بانکي نظام د اوږدې مودې لپاره بې كاره پاتې شو نو حالات به د اقتصادي تباهۍ سبب هم شي او ددې ملک اقتصاد به سقوط وکړي.
قریشي زیاته کړه چې د افغانستان اقتصادي سقوط به نه یوازې پر ګاونډیو او سیمه، بلکې نړۍ د کډوالو د وتلو او همدارنګه د ترهګرۍ به وجه ډیره بده متاثره کړي.
هغه وويل، د يادې غونډې له جوړېدو څخه يې بنیادي مقصد دادې چې په جهګړا ځپلي هېواد کې د خوراکي توکو کمښت، د ماشومانو د ستونزو او مالي ستونزو په اړه د نړۍ پام افغانستان ته را واړوي.
قریشي اوویل چې نن ورځ دا ثابته شوه چې نړۍ پدې قانع کیږي، هغه اوویل چې د ناټو شاوخوا ۱۱ قومندانان چې په افغانستان کې یې دنده ترسره کړې هم دې ته اشاره کوي.
شاه محمود قریشي اوویل چې هغه سفیران چې په کابل کې یې دنده ترسره کړې او له ځمکنیو حقایقو پوره خبر دي، په خپله لیکنه کې یې د بایډن له ادارې څخه غوښتي چې په خپله پالیسي دې بیا کتنه وکړي. هغه زیاته کړه چې پاكستان په نړۍ غږ كړې چې افغانستان سره دې بې تفاوته نه ښكاره كوي، هغه زیاته کړه چې پاکستان سره د اروپائي اتحاديې په شمول ګڼ شمېر غږونه ملګرتيا كوي.






