د غلام محمد اسحاقزي تر استعفاء وروسته نصير احمد فايق په م.م کې د افغانستان دايمي استازی ټاکل شوی
د غلام محمد اسحاقزي تر استعفاء وروسته نصير احمد فايق په م.م کې د افغانستان دايمي استازی ټاکل شوی
نصیر احمد فایق هم پر خپله ټویټر پاڼه ویلي، چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي په توګه یې په رسمي توګه د چارو د رهبرۍ او پرمختګ مسوولیت په غاړه اخیستی دی.
(2021 / 12/ 17 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دايمي استازولۍ اعلان کړی چې نصير احمد فايق په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دايمي استازي په توګه ټاکل شوی دی.
دا خبر په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي غلام محمد اسحاقزي تر استعفا وروسته خپور شو.
نصیر احمد فایق هم پر خپله ټویټر پاڼه ویلي، چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي په توګه یې په رسمي توګه د چارو د رهبرۍ او پرمختګ مسوولیت په غاړه اخیستی دی.
اړوند موضوعات:
ملګرو ملتونو غلام محمد اسحاقزی د دوهم ځل لپاره د افغانستان د دایمي استازي پۀ توګه ومانۀ
هغه ویلي، چې په سختو او ناخوالو کې يې دغه ستر مسووليت پر غاړه اخيستى او هڅه کوي، چې د افغانانو غږ واوري.
د بادونې ده چې د ا.ا.ا د ملګرو ملتونو پۀ هغه کړنه سختې نیوکې کړې وې چې یاد سازمان کې یې د دوس کس منلو پر ځای د تېر حکومت استازی ومانۀ.