هند ویلي چې لۀ افغانستان سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکوو

هند ویلي چې لۀ افغانستان سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکوو
د دغه وزارت ویاند ارندم باغچي وویل، دوی له پاکستاني چارواکو سره اړیکه کې دي، چې له خاورې یې دغه مرستې افغانستان ته ولېږدېږي.
د نوموړي په وینا په دې مرستو کې به ۵۰ زره متریک ټنه غنم، درمل او نور روغتیايي توکي او وسایل شامل وي.
(2021 / 12 / 17 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د هند بهرنیو چارو وزارت په خپل اونیز خبري کنفرانس کې افغانستان ته د نورو بشري مرستو د استولو اعلان کړی.
د دغه وزارت ویاند ارندم باغچي وویل، دوی له پاکستاني چارواکو سره اړیکه کې دي، چې له خاورې یې دغه مرستې افغانستان ته ولېږدېږي.
د نوموړي په وینا په دې مرستو کې به ۵۰ زره متریک ټنه غنم، درمل او نور روغتیايي توکي او وسایل شامل وي.
هغه همدارنګه وویل هېواد یې له افغانستان سره ځانګړي اړیکي لري او افغانانو ته به راتلونکې هم د دوی مرستې دوام وکړي.
هند څو ورځې مخکې هم افغانستان ته د بشري مرستو په په لړ کې ۱،۶ ټنه درمل کابل کې د روغتیا نړیوالې ټولنې استازو ته وسپارل.
اړوند موضوعات:
هند ته سلګونه لۀ افغان توکو بار تجارتي لارۍ رسېدلې دي
پاکستان نومبر میاشت کې پرېکړه وکړه، چې د هند ۵۰ زره مټریک ټنه غنمو ته اجازه ورکړي، چې د واګې بندر له لارې افغانستان ته ولېږدېږي.
هغه مهال اسلام اباد کې چارواکو وویل، افغانستان کې روان حالت ته په کتو یې دغه دغه اقدام کړی دی.






