ملګرو ملتونو غلام محمد اسحاقزی د دوهم ځل لپاره د افغانستان د دایمي استازي پۀ توګه ومانۀ

ملګرو ملتونو غلام محمد اسحاقزی د دوهم ځل لپاره د افغانستان د دایمي استازي پۀ توګه ومانۀ
د یادونې ده چې د ملګرو ملتونو یو شمېر ډيپلوماتانو رویټرز اژانس ته ویلي و، داسې نه بریښي چې ملګري ملتونه دې طالبانو ته اجازه ورکړي چې په دې سازمان کې د افغانستان استازیتوب وکړي.
(2021 / 12 / 7 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په دې سازمان کې د افغانستان په ګډون د میانمار او وینزېویلا پخواني استازي تایید کړل.
ملګرو ملتونو په دې سازمان کې د افغانستان څوکۍ د پخواني افغان حکومت استازي غلام اسحاقزي ته د سپارلو په تړاو د باور ورکولو ځانګړې کومېټې پرېکړه تصویب کړه.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ ټوېټرپاڼه کې لیکل شوي:
“د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د باور اسناد ورکولو کمېټې له لوري د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د ۷۶ دورې لپاره د افغانستان اسلامي جمهوریت استازي غلام اسحاقزي ته د باور ورکړل شوی لیک منلی دی.”
تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو باور ورکولو کمېټې پرېکړه کړې وه چې طالبانو ته به د افغانستان د استازیتوب څوکۍ ورنه کړي، هغه څه چې د طالبانو له غبرګون سره هم مخ شو.
طالبانو هغه وخت د ملګرو ملتونو یاده پرېکړه ناعادلانه بللې وه او ویلي وو، چې د افغانستان څوکۍ باید د طالبانو د حکومت استازي، سهیل شاهین ته ورکړل شي.
اړوند موضوعات:
د یادونې ده چې د ملګرو ملتونو یو شمېر ډيپلوماتانو رویټرز اژانس ته ویلي و، داسې نه بریښي چې ملګري ملتونه دې طالبانو ته اجازه ورکړي چې په دې سازمان کې د افغانستان استازیتوب وکړي.




