د لنډي کوتل پيروخېل قوم خلکو په راتلونکو بلدياتي انتخاباتو کې د عدنان شينواري ملاتړ اعلان کړو

باغي ټي وي رپورټ
د لنډي کوتل تحصيل چيئرمېن عدنان شينواري لپاره د بلدياتي انتخاباتو لپاره د اهل سنت والجماعت او پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) ګډ اميدوار عدنان شينواري د لنډي کوتل سيمې پيروخېل خوشحال پبلک هائي سکول کې د یولې لوی عوامي او حمایتي جلسې تابیان کړی وه.
په دې جلسه کې په سوونو شمیر کې د پیروخیل قوم مشرانو او ځوانانو ګډون وکړو او د عدنان شینواري ملاتړ ی اعلان کړو.
دې جلسې ته د اهل سنت والجماعت نائب صدر علامه محمد عدنان قادري وینا وکړه. د پاکستان تحريک انصاف سينئر مشر حاجي ضرب الله شينواری شاه حسين اپريدي د ګډ گورننس سيکرټري عظمت علي شينواری، ملک جانو پیروخیل ، مولانا شعیب قادري ناظم نور حبیب هم ویناوکړه او د خلقو ی اوغوښتل چې دوی خپله رای عدنان شینواري ته ورکړي ځکه دوی اوویل چې په سیمه کې هم ددي حکومت په لکونو کروړونو روپو پرمختیایی کارونه مکمل کړي او په نور پروژو کار روان دې.






