د جمرود پاور شو په بشپړ توګه ناکامه وه: قاري جهادشاه افریدي

باغی ټي وي رپورټ
د جميعت علمائے اسلام ف فاټا اطلاعاتو سيکرټري قاري جهاد شاه آفريدي ميډيا سره خبرو کښي اوويل چي د ضلع خیبر په تحصیل جمرود کې پرون د شاه جی ګل آفريدي پاور شو مکمل ناکامه شوے دے۔
د شاه جي ګل آفريدي عوامي پاور شو د کومي لپاره چي يوه هفته وړاندي د لکونو روپو خرچ کولو سره سره تياري شوي وه خو ميدان خالي وو او په دې میدان کې زياتره ماشومان وو۔
قاری جهاد شاه آفریدی اوویل چی د نننی ناکامی جلسې ظاهریږي چی شاه جی ګل آفریدی د جمرود خلقو مسترد کړی دی او د دوی وریژې او رشوتونه ی رد کړي دي.






