د ا.ا.ا لومړي مرستیال پخپلو څرګندونو کې ویلي چې د ټولشموله حکومت جوړښت لپاره هڅې روانې دي 

0
166

د ا.ا.ا لومړي مرستیال پخپلو څرګندونو کې ویلي چې د ټولشموله حکومت جوړښت لپاره هڅې روانې دي 

هغه دغه راز له ټولو سیمه ییزو او نړیوالو هېوادونو سره پر ښو روابطو ټینګار کړی دی او زیاته کړې یې ده چې ا.ا د رسمیت پېژندنې لپاره لازم شرایط پوره کړي دي.

 

(2021 / 12 / 16  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغانستان ا.ا د رییس الوزرا مرستیال ویلي چې دوی د یو پراخ بنسټه او متخصص حکومت جوړولو لپاره هڅې پیل کړې دي او په نږدې راتلونکي کې به په دې اړه خبر خپور شي.

فارس اژانس راپور ورکړی دی چې مولوي عبدالسلام حنفي دا څرګندونې تېره ورځ په کابل کې د ایران د سفارت له مرستیال سره په لیدنه کې کړې دي.

راپور کې د حنفي له قوله راغلي چې تر اوسه پورې تر نیمایي په ډېرو ولایتونو کې نجونې په ټیټه او لوړه کچه د زده کړو اجازه لري او ډېر ژر به دا مسئله په ټولو ولایتونو کې حل شي.

اړوند موضوعات: 

د نړۍ دیني علماءوو پۀ طالبانو غږ کړی چې ټولشموله حکومت جوړ کړي 

هغه دغه راز له ټولو سیمه ییزو او نړیوالو هېوادونو سره پر ښو روابطو ټینګار کړی دی او زیاته کړې یې ده چې ا.ا د رسمیت پېژندنې لپاره لازم شرایط پوره کړي دي.

Leave a reply