ارزګان کې د ماین چاودنې لۀ امله لسو ماشومانو ته مرګ ژوبله اووښتې

ارزګان کې د ماین چاودنې لۀ امله لسو ماشومانو ته مرګ ژوبله اووښتې
د ځایي چارواکو په خبره، دا پېښه تېره ورځ ماښام مهال د ګیزاب ولسوالۍ په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده. چارواکي وایي چې په دې پېښه کې دوه ماشومان وژل شوي او اته نور ټپیان شوي دي.
(2021 / 12 / 16 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ارزګان ولایت سیمه ییزو چارواکو ویلي چې تېره ورځ ناوخته په دغه ولایت کې چاودنه شوې ده چې په نتیجه کې یې لسو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ځایي چارواکو په خبره، دا پېښه تېره ورځ ماښام مهال د ګیزاب ولسوالۍ په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده. چارواکي وایي چې په دې پېښه کې دوه ماشومان وژل شوي او اته نور ټپیان شوي دي.
دوی څرګندوي چې پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې له تېرو وختونو پاتې یوې ناچاودې سرګلولې د ماشومانو په منځ کې چاودنه وکړه.
د چارواکو په وینا ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او روغتیایي یې د حالت د ډاډ وړ دی.





