د نغدي مرستو څلورمه بسته نن د افغانستان بانک ته وسپارل شوه

د نغدي مرستو څلورمه بسته نن د افغانستان بانک ته وسپارل شوه
د اعلامیې له مخې، دغه مرسته ۱۹،۲ میلیونه ډالره ده چې د بیارغونې او پراختیا نړیوال بانک (AIB) ته سپارل شوې ده.
د 19.2 ملیون ډالرو بشري مرستو درییمه بسته د تېرې یکشنبې په ورځ د اپریل 12 په کابل ته ورسیده.
(2021 / 12 / 16 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د طالبانو په مشرۍ افغان حکومت د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ملګرو ملتونو د نغدي مرستو څلورمه بسته افغانستان ته رسېدلې ده.
د اعلامیې له مخې، دغه مرسته ۱۹،۲ میلیونه ډالره ده چې د بیارغونې او پراختیا نړیوال بانک (AIB) ته سپارل شوې ده.
د 19.2 ملیون ډالرو بشري مرستو درییمه بسته د تېرې یکشنبې په ورځ د اپریل 12 په کابل ته ورسیده.
مرکزي بانک زیاته کړه چې د افغانانو لپاره د “بې وزلۍ او بدبختۍ” د مخنیوي لپاره د اصولي لارو چارو د اسانه کولو هڅې روانې دي او د هېواد بانکي سیستم او د بهرنیو اسعارو اړتیا به ډېر ژر هواره شي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان بانک تل هڅه کړې چې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو ارزښت ثابت وساتي.
تمه ده، چې د دغو مرستو په رارسېدو سره به د اسعارو پر وړاندې د افغانیو ارزښت بېرته عادي حالت ته راشي.
د افغانستان مرکزي بانک ډاډ ورکړی چې د دې ادارې رهبري هڅه کوي چې د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د تبادلې د نرخ ستونزه له هرې ممکنې لارې هواره کړي.
اړوند موضوعات:
د افغانستان بانک خبر ورکړی چې د بشري نغدي مرستو درېیمه جوپه دوی ته رسېدلې ده
په همدې حال کې د افغانستان په بازارونو کې د افغانیو پر وړاندې د ډالر د بیې د بې ساري لوړوالي له امله د ډالر بیه ۱۱۰ افغانیو ته رسېدلې وه.






