امریکا افغانستان کې د خپلې شل کلنې جګړې د څېړلو لپاره یو کمیسیون جوړ کړ 

0
91

امریکا افغانستان کې د خپلې شل کلنې جګړې د څېړلو لپاره یو کمیسیون جوړ کړ 

د امریکا ولسمشر جوبایډن د ۲۰۲۱ کال د جولای په پای کې له افغانستان څخه د امریکايي او ناټو ځواکونو د بشپړ وتلو بهیر پیل کړ او د اګست تر ۳۰مې پورې یې له شاوخوا ۲۰ کلونو وروسته خپل ټول ځواکونه له دغه هېواده واېستل.

 

(2021 / 12 / 16 نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

AFP راپور ورکوي چې د متحده ایالاتو کانګرس د چهارشنبې په ورځ (د اپریل په ۲۴ مه) په افغانستان کې د امریکا د شل کلنې جګړې د ناکامۍ د څیړلو لپاره د یوه کمیسیون د جوړولو لپاره رایه ورکړه.

دغه کمیسیون د ۷۶۸ میلیارده ډالرو کلني دفاعي پلان برخه وه چې تیره اونۍ په سنا مجلس کې په غوڅ اکثریت تصویب شوه.

د امریکا د استازو مجلس هم دغه پلان تصویب کړی دی.  دغه کمیسیون چې د امریکا د ولسمشر له لاسلیک وروسته جوړیږي، د ډیموکراټ او جمهوري غوښتونکو ګوندونو ۱۶ غړي به ولري.

د فرانسې خبري آژانس د راپور له مخې، کمیسیون یو کال وخت لري چې خپل لومړنی راپور چمتو کړي او په راتلونکو دریو کلونو کې په افغانستان کې د امریکا د ناکامۍ د علت په اړه بشپړ راپور چمتو کړي.

کمیسیون دنده لري چې په افغانستان کې د جګړې هر اړخیزه ارزونه وکړي او په راتلونکو تاکتیکي او ستراتیژیکو عملیاتو کې د کارونې لپاره مشخص وړاندیزونه وکړي.

د افغانستان له جګړې څخه زده کړل شوي درسونه په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د زیاتوالي اغېزې او د امریکايي پوځیانو د کمولو لپاره د مهالویش ټاکل د کمېسیون د دندو برخه ده.

د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما په ۲۰۰۹ کال کې سپینې ماڼۍ ته له رسېدو وروسته افغانستان ته لسګونه زره اضافي سرتېري واستول، خو وروسته یې له افغانستانه خپل ډېری سرتېري وایستل.

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ له هغه وروسته د قطر په پلازمېنه دوحه کې له طالبانو سره خبرې پیل کړې او بالاخره یې د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په وروستیو کې له دې ډلې سره یو تړون لاسلیک کړ چې له مخې به یې امریکا د ۲۰۲۱ کال تر مې میاشتې له افغانستانه خپل ټول ځواکونه وباسي.

دغه کمیسیون همدا راز دنده لري چې د سپټمبر د یوولسمې له بریدونو او په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ جګړه چې د امریکا د پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش په واکمنۍ کې پیل شوې، د افغانستان په اړه د امریکا پر تګلارې بیا کتنه وکړي.

اړوند موضوعات: 

امریکا کانګرېس تر اوږدو ناندریو وروسته ۷۶۸ میلیارده بودیجه تصویب کړه 

د امریکا ولسمشر جوبایډن د ۲۰۲۱ کال د جولای په پای کې له افغانستان څخه د امریکايي او ناټو ځواکونو د بشپړ وتلو بهیر پیل کړ او د اګست تر ۳۰مې پورې یې له شاوخوا ۲۰ کلونو وروسته خپل ټول ځواکونه له دغه هېواده واېستل.

 

Leave a reply