سعودي عربستان ویلي چې د ایران پۀ وړاندې دې جدي اقدامات وشي
سعودي عربستان ویلي چې د ایران پۀ وړاندې دې جدي اقدامات وشي
سعودي عربستان داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې د امریکا او ایران ترمنځ اټومي مذاکرات پيل شوي، خو اروپايي ټولنه وایي چې دغه مذاکرات ښایي بریالي نه شي او د ماتېدو امکان یې شته دی.
(2021 / 12 / 15 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
سعودي عربستان د ایران پر وړاندې د جدي اقداماتو غوښتنه کړې ده.
د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د خلیج سیمې هېوادونو په یوه غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي چې له ایران سره د نړۍ اوسنی نرم چلند د زغم وړ نه دی او ایران له دې هر څه د ځان په ګټه استفاده کوي.
هغه وایي نړیواله ټولنه باید د ایران د اټومي پروګرام او بالستیک توغندیو د جوړولو پر وړاندې جدي اقدام ترسره کړي او اجازه دې نه ورکوي چې لا ډېر پرمختګونه وکړي.
اړوند موضوعات:
امریکا وايي ایران اټومي تړون ته ژمن ندی ، وخت ضایع کوي، نور وخت نۀ ورکوو
سعودي عربستان داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې د امریکا او ایران ترمنځ اټومي مذاکرات پيل شوي، خو اروپايي ټولنه وایي چې دغه مذاکرات ښایي بریالي نه شي او د ماتېدو امکان یې شته دی.