چین پۀ نړۍواله ټولنه غږ کړی چې افغانستان کې د امریکا جنګي جنایتونه وپلټي 

0
211

چین پۀ نړۍواله ټولنه غږ کړی چې افغانستان کې د امریکا جنګي جنایتونه وپلټي 

د وانګ په خبره امریکا اوږده کلونه د بشري حقونو د خوندیتوب او ولسواکۍ په بهانه په افغانستان کې جګړه وکړه او په دې لړ کې یې زرګونه ملکي او بېګناه وګړي ووژل.

 

(2021 / 12 / 15 نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

چین وایي نړیواله ټولنه دې په افغانستان کې د امریکا جنګي جنایتونه وپلټي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وینبین په یوه خبري کنفرانس کې د پنټاګون پر هغه پرېکړه غبرګون ښوودلی، چې له مخې یې په کابل کې د یوولسو ملکي وګړو په وژلو کې پړه امریکايي سرتېري نه مجازات کېږي.

د وانګ په خبره امریکا اوږده کلونه د بشري حقونو د خوندیتوب او ولسواکۍ په بهانه په افغانستان کې جګړه وکړه او په دې لړ کې یې زرګونه ملکي او بېګناه وګړي ووژل.

هغه وايي ټول نړیوال په دې باور دي چې با صلاحیته ادارې دې د امریکا د جنګي جنایتونو پلټنه وکړي او په دې برخه کې پړه کسان باید خپله سزا وویني.

اړوند موضوعات: 

خامنه‌اي وايي چې امریکا شل کاله په افغانستان کې پرلپسې جنایتونه کړي

د دۀ په خبره امریکا ځان د بشري حقونو مدافع بولي خو په افغانستان کې لسګونه داسې موارد شته چې د امریکايانو له لوري د بشري حقونو ښکاره نقض ثابتوي.

Leave a reply