په ضلع خیبر کې دې د امیدوارانو له خوا د سرغړونو په ضد دې کاروایی وشی: د عوامی نیشنل ګوند غوښتنه

باغی ټي وي رپورټ
د خیبر ضلعي په تحصیل لنډیکوتل کې د انتخاباتی اصولو نه ښکاره سرغړونه کیږی، د ټاکنو کمیسیون جنایي غفلت کوي، دآزاد امیدوارانو له لوري د امیدوارانو د اخستلو بازار تود دې، د دې خيالاتو څرګندونه د عوامي نيشنل پارټۍ خيبر ضلعې صدر شاه حسين شنواري په لنډي کوتل پريس کلب کښې یوې خبري غونډې ته د وينا په مهال وكړه۔
هغه وويل په قبائيلي ضلعو کې په لمړي ځل انتخابات ترسره کيږي. اولس دې د عوامي نېشنل ګوند امیدواران د دوی د سیاسي خدمتونو په نظر کې نیولو سره بریالي کړي. شاه حسين وويل چې قبايلو ته د ووټ حق ورکول د عوامي نيشنل ګوند د اوږدې مبارزې نتيجه ده.
هغه زیاته کړه د محلي ادارو جوړول د قومونو د پرمختګ اصلي منبع ده او دې سره به دا علاقې ډیر پرمختګ وکړي.




