په جمرود کې د بلدیاتي ټاکنو په اړه یوه لویه حمایتي غونډه

0
193

باغي ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر په تحصیل جمرود ټاون 05 یوتھ کونسلر ریحان خان د جمعیت علمای اسلام جمرود چیرمین شپ امیدوار مولانا سعید خان په حمایت کښې سورکمر کارون خیل کښې یوه لویه جلسه تابیا کړې وه.

په دې لویه حمایتي جلسه کې مشرانو او ځوانانو د مولانا سعید خان د ملاتړ اعلان وکړو. ډاکټر امانت علي د سروکرم کارون خیل په استازیتوب ځانګړي مېلمه ته ښه راغلاست ووایه
مولانا سعيد خان د رايې پر شرعي حيثيت او اهميت ټينګار وکړ او ويې ويل، چې رايه امانت دی، رايه شهادت دی، رايه وکالت دی او له هغه څخه ګټه پورته کول مهم فرض دی.
د چیرمین څوکۍ لپاره امیدوار د مشرانو او ځوانانو اوغوښتل چې دوی دې د جمعیت علمای اسلام ف امیدوار ته ووټ ورکړي او په ټاکنو کې دې بریالي کړي.

Leave a reply