په خیبر کې دفعه ۱۴۴ اعلان شوه

باغي ټي وي رپورټ
ضلعې انتظاميې د بلدياتي انتخاباتو په پرامنه توګه ترسره کولو لپاره په خيبر ضلع کښې د 18 دسمبر نه تر 20م دسمبر پورې دفعه 144 نافذ کولو اعلان کړې دې.
د تفصيلاتو ترمخه ډي پي او خيبر وسيم رياض د احکاماتو جاري کولو په وخت وئيلي دي چي پوليس به د پولنګ عمل پرامنه کولو لپاره هر قسمه اقدامات کوي او په دي لړ کښي ټولي تياري نيولي شوي، هغه زیاته کړه چې د خيبر ضلع کښي د ۱۸ اتلسم دسمبر نه تر ۲۰ دسمبر پوري د دفعه 144 نوټيفيکيشن جاري کړے شوے دے۔
په ضلع کښي د دفعه 144 نافذولو مقصد د انتخاباتو صورتحال امن او قابو کښي ساتل دي، د دفعه 144 په موقع به د هر قسمه اسلحے په ښودلو بنديز ولګول شي او د تلو نه به منع کړے شي۔
د پولنګ بوتھ په 500 مترۍ کې به د انتخابي کمپونو په جوړولو، هوايي ډزو، کارکونکو یا د هر قسمه جلسې کولو بندیز وي او د هغو کسانو خلاف به هم کاروائي کیږي چې د رایې ورکولو بهیر ګډوډوي د 144 دفعه لاندې به اقدام کوي.
د بلدياتي انتخاباتو په اړه د انتخاباتو د کميسون لخوا د جاري شوي ضابطه اخلاق د عملي کيدو د يقيني کولو لپاره هم مربوطې تګلارې جوړې شوې دي او په ټوله ضلع کې به د بلدياتي انتخاباتو په ښه او پرامنه توګه ترسره کيدو لپاره ټول وسایل په کار راوستلې شي.





