د لنډیکوتل خبریالانو د خپلو غوښتنو لپاره احتجاجي مظاهره وکړه

باغي ټي وي رپورټ
د لنډي کوتل پريس کلب ټولو خبريالانو د رحمان بابا د پوليس سټیشن لخوا د جيو نيوز خبريال قاضي فضل الله او د ایکسپریس خبريال ابوذر آفريدي د نيولو په ضد د پريس کلب مخي ته احتجاجي مظاهره وکړه او د پوليس په ضد ئي نعري وهلي دي۔
د لنډي کوتل پریس کلب خبریالانو د خبریالانو نیول وغندل او د هغوی د خوشي کېدو غوښتنه یې وکړه.
په دې موقع لنډیکوتل پریس کلب صدر عمران شينواري په خپله وینا کې اوویل چې د خبريالانو د نيولو په کلکه غندنه کوي، هغه په کوهاټ روډ باندې د الېکشن کمېشن خيبر دفتر ته د مالوماتو ترلاسه کولو لپاره تللی و، چې دفتر يې بند وو او دې خبریالانو د بند دفتر ویډیو جوړوله.
هغوی د آی جی خیبر پښتونخوا نه غوښتنه وکړه چې ددې پیښې دې پلټنې وشی او پولیس اهلکارو ددې سپک کار په ضد دې قانوني کاروایی وشي.






