شهریار آفریدي د خبریال سپکاوي کړې دې

باغي ټي وي رپورټ
د کشمیر کمېټۍ مشر شهریار اپریدي په فرانس کې مېشت خبریال ته په ښکاره توګه سپکاوی کړی او هغه ته ی ګواښ کړې دې، شهریار اپریدي په فرانسې کې پاکستان سفارت کې کارکوونکو او ملګرو ته ویلي، “که تاسو دغه خبریال و نه وهې نو زه به تاسو نه پرېږدم.”
د مشرق نیوز رپورټ مطابق خبریال یونس خان پوښتنه کړې وه چې فرانس ته د سفر پر مهال ی د کشمیر قضیه چا ته وړاندې کړه؟ شهریار اپریدي په ځواب کې وویل چې د سر درد د درملنې لپاره فرانس ته راغلی یم. خبریال یونس خان د سینیر خبریال طلعت حسین سره په مرکه کې ویلي چې فرانسوي چارواکو ورته خبرداری ورکړی چې پاکستاني وزیران د ده په اړه ناسمې خبرې کوي نو باید احتیاط وکړي.






