د جمعیت علمای اسلام کاندید به په بلدیاتي ټاکنو کې کامیاب شي: د جی یو اې مشرانو خبري کانفرنس

0
213

باغي ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر په تحصیل جمرود کې، په جمرود پریس کلب کې د چيئرمېن څوکۍ لپاره د جميعت علمائي اسلام ف اميدوار سعيد خان د فاټا ترجمان قاري جهاد شاه آفريدي او مولانا ګل نواز آفريدي، مولانا غفران الله خیبري، مولانا درویش، مولانا نور میراز، فاروق افریدي او نورالامین افریدي سره یوې ګڼې خبري غونډې ته په وینا کې وویل چې د جمعیت علمای اسلام ف ټول کاندیدان به په بلدیاتی انتخاباتو کې په لویه کچه ټاکني وګټي.

هغه وويل، چې بلدیاتي ټاکنو کې د ټاکنو کمېسيون له اصولو څخه په بشپړه توګه سرغړاوى کېږي او مونږ ددې سرغړونو شواهد لرو، هغوی زیاته کړه چې ډیر زر به يې د امیدوارانو دغه سرغړوندې خلقو ته ښکاره کړو.

Leave a reply