د اولس د خدمت لپاره ټاکنو کې برخه اخلم: دولت شاه شینواري

باغي ټي وي رپورټ
د لنډیکوتل تحصیل چیرمین څوکۍ لپاره د آزاد امیدوار په توګه دولت شاه آفریدی، د سیمې نور مشرانو کلیم الله شینواری، حاجی جعفر، حاجی نصرت شاه او نورو مشرانو په لنډی کوتل پریس کلب کښی یوې خبري غونډې ته په وینا کې اوویل چی بلدیاتی انتخاباتو کښي د خدمت په جذبه سره برخه اخلی، هغه زیاته کړه چې زما بل کوم مقضد نه شته بلکه یو دا ارمان لرم چې د لنډیکوتل غریب عوام لپاره کار وکړم او ددوی خدمت وکړم.
نوموړي وويل چې د ټاکنيز کمپاين په ترڅ کې يې زياترو سيمو او حجرو ته خپل دعوتونه غځولي او رسولي دي، هغه اوویل چې زياتره حجرې پاتې هم دي چې له امله يې خواشيني څرګنده کړه او له هغوى يې وغوښتل چې زما ملاتړ وکړي.
هغوی اوویل چې د لنډیکوتل لرې پرتو سیمو شلمان شينواري پسيد خېل او بازار ذخه خیلو خلق د ډیرو ستونزو سره مخ دي او غواړي چې ددې سیمو خلقو خدمت وکړي، هغه اوویل چې موجوده عوامي نمایندګانو د پرمختیایی پروژو او کارونو دعوي کوي خو دا ټول دروغ دي او دلته پرمختیایی کارونه ډیر کم شوي دي.




