ترکمنستان د څه باندې ۲ سوه زره ډالرو پۀ ارزښت مرستې افغانستان ته وسپارلې

ترکمنستان د څه باندې ۲ سوه زره ډالرو پۀ ارزښت مرستې افغانستان ته وسپارلې
نوموړي ویلي، چې یادو مرستو کې نفتي مواد، پټرول، ډیزل او مایع ګاز همدا راز غنم او البسه توکی د تورغنډۍ بندر له لارې هرات ته انتقال شوي دي.
(2021 / 12 / 15 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د طالبانو مرستیال ویاند احمدالله وثیق ویلي، چې د یو میلیون او ۲۰۰ زره ډالرو په ارزښت د ترکمنستان بشري مرستې د افغانستان هرات ولایت ته ورسېدې.
نوموړي ویلي، چې یادو مرستو کې نفتي مواد، پټرول، ډیزل او مایع ګاز همدا راز غنم او البسه توکی د تورغنډۍ بندر له لارې هرات ته انتقال شوي دي.
ویل کېږي، د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسيمعین شېرمحمد عباس ستانکزي په همدې مناسبت یې هرات ته سفر کړی و.
نوموړي د ترکمنستان بشري مرستو ترلاسه کولو وروسته د دې هېواد بشردوستانه مرستو څخه مننه وکړه او ترکمنستان یې د افغانستان یو واقعي دوست وباله.
اړوند موضوعات:
افغانستان او ترکمنستان د ګډو اقتصادي پروژو پر پيل ټینګار کوي
په ورته مهال امریکا هم له افغانستان سره د ۷۴۷ میلیون ډالرو بشري مرستې اعلان کړی او ویلي یې دي چې دغه مرستې به سږکال د مرستندویه بنسټونو له خوا په افغانستان کې ولګول شي.






