هایتي کې د تېلو ټانکر د انفجار لۀ امله پۀ لسګون خلک وژل شوي دي

هایتي کې د تېلو ټانکر د انفجار لۀ امله پۀ لسګون خلک وژل شوي دي
د هایتي سیمه ایز چارواکي په وینا، د ټانکر چاودنه دومره وحشتناکه وه چې 50 کسان یې ژوندي سوځولي او د قربانیانو پیژندل “ناممکن” دي.
(2021 / 12 / 15 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د فرانسې خبري آژانس د راپور له مخې، د هایتان په کوب ښار کې د تیلو په یوه ټانکر کې د چاودنې له امله لږ تر لږه ۶۲ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
راپور د سه شنبې په ورځ د هایتي چارواکو له قوله وویل چې چاودنه هغه مهال وشوه چې ځایي خلکو هڅه کوله د تیلو له چپه شوي ټانکر څخه د تیلو د راټولولو هڅه وکړي.
هایټي اوس مهال د تیلو له کمښت سره مخ دی، او تیل یو ارزښتناک توکي ګڼل کیږي.
د هایټي چانسلر ایریل هینري چې د پیښې له ځایه یې لیدنه کړې، وویل چې د هغه زړه “مات شوی” وروسته له هغه چې هغه په روغتون کې د لسګونو ټپیانو سره ولیدل.
د کب هیتان ولسوالۍ مرستیال ښاروال وویل، د ۶۲ کسانو جسدونه موندل شوي او د نورو قربانیانو د موندلو هڅې روانې دي.
د هایتي سیمه ایز چارواکي په وینا، د ټانکر چاودنه دومره وحشتناکه وه چې 50 کسان یې ژوندي سوځولي او د قربانیانو پیژندل “ناممکن” دي.
ویل کیږي چې د تیلو د ټانکر چلوونکي وروسته له هغه د ټانکر کنټرول له لاسه ورکړ چې له موټرسایکل سره د ټکر د مخنیوي هڅه یې کوله چې په پایله کې یې ټانکر چپه شو.
وروسته له هغه چې ټانکر ولوېد او تېل پۀ تویېدو شول، ډیر کسان د تېلو راټولولو لپاره د پېښې ځای ته ورغلل او چاودنه وشوه.
يوه ډاکټر ځايي راډيو ته ويلي، چې لږ تر لږه د ۴۰ ټپيانو روغتيايي حالت نازک دی. “له بده مرغه موږ به ونه شو کولای چې دا ټول وژغورو،” یوې نرس AFP ته وویل. روغتیايي چارواکي وايي، د سوځېدلو کسانو د بدن تر ۶۰ سلنې ډېر سوځېدلي دي.






