د مخابراتو او ټیکنالوژۍ وزارت وايي چې چې پۀ هېواد کې یې غیر فعال سایټونه بېرته فعال کړي دي 

0
152

د مخابراتو او ټیکنالوژۍ وزارت وايي چې چې پۀ هېواد کې یې غیر فعال سایټونه بېرته فعال کړي دي 

د دې وزارت له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په بېلابېلو ولایتونو کې یې ۱۶۶۴ هغه سایټونه په ۲۴ ساعته ډول فعاله کړي، چې پخوا یې په وقفه یي ډول فعالیت کاوه.

 

(2021 / 12 / 15  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویلي، چې په وروستیو څلورو میاشتو کې یې ګڼ شمېر مخابراتي سایټونه بېرته جوړ او فعاله کړي دي.

د دې وزارت له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په بېلابېلو ولایتونو کې یې ۱۶۶۴ هغه سایټونه په ۲۴ ساعته ډول فعاله کړي، چې پخوا یې په وقفه یي ډول فعالیت کاوه.

د خبرپاڼې له مخې، هغه سیمې او ځایونه چې مخکې پکې مخابراتي چوپړتیاوې ځنډنۍ او یا هم مخابراتي سایټونه یې ویجاړ، غیر فعال او لمنځه وړل شوي وو، هن بیرته فعال کړي.

د یاد وزارت چارواکو دغه راز ټینګار کړی، له دې وروسته هېوادوال کولای شي د هېواد په لرې پرتو سیمو کې هم د مخابراتي شبکو له فعالیتونو برخمن شي.

اړوند موضوعات: 

د مخابراتو شبکو لس سلنه مالیه به وڅېړل شي

د یادونې وړ ده چې پخواني حکومت د جمهوریت تر سقوط کېډو وړاندې طالبان په ګڼ شمېر ولایتونو کې د مخابراتي پایو د الوزولو تورن کړي وو.

Leave a reply