د مخابراتو شبکو لس سلنه مالیه به وڅېړل شي

د مخابراتو شبکو لس سلنه مالیه به وڅېړل شي
د افغانستان د مخابراتو او ټکنالوژۍ سرپرست وزیر، نجیب الله حقاني وايي، چې دوی هڅې پیل کړي، څو د مخابراتي شبکو لس سلنې مالیې پر څرنګوالي څېړنې وکړي.
(2021 / 9 / 16 نېټه باغي ټلویزیون)
د افغانستان د مخابراتو او ټکنالوژۍ سرپرست وزیر، نجیب الله حقاني وايي، چې دوی هڅې پیل کړي، څو د مخابراتي شبکو لس سلنې مالیې پر څرنګوالي څېړنې وکړي.
د سرپرست وزیر په خبره، د لس سلنې مالیې پرته به د مخابراتي شبکو پر انټرنیټي او غږیزو خدماتو پر بیو او کیفت به هم بحث او له سره کتنه وشي.
د یادولو وړ ده، چې د مخابراتو لس سلنه مالیه د تېر حکومت ولسمشر محمد اشرف غني له لوري پر پېرېدونکو وضع شوې وه.





