اسلامی امارت دې د ښځو او نورو وګړو حقونه یقیني کړي: اسد مجید

0
90

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان په امریکا ایالت کښې سفیر اسد مجید واشنګټن ډپلوماټ سره په خبرو کښې ویلي دې چې په افغانستان کښې طالبان باید چې د وګړو او ښځو حقونو یقیني کړي او د بشري حقونو درناوې وکړي.

اسد مجید وایی چې تراوسه د نړي یو هیواد هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دې پیژندلې او پاکستان هم د طالبانو ژمني څاري.
اسد مجید وایی چې که طالبان د بشري حقونو ژمنې عملی کړي نو پاکستان به ی په رسمیت اوپیژني. نوموړي اوویل چې د پاکستان د اول نه دریځ دادې چې د افغان شخړه د فوځ او طاقت له لارې نه شي هواریدلې او ددې د حل دې د سیاست او د خبرو اترو له لارې را اوویستل شي.
دا خبر چې په ورځپانړه وحدت کښې خپور دې ، اسد مجید وایی چې د افغانستان امنیت قابو دي، طالبانو د عام معافي اعلان کړې دې او تراوسه د چا نه هم د غچ اخستو ګام نه دې اخستې.
اسد مجید وایی چې تراوسه نړۍ د طالبانو حکومت په رسمیت نه دې پیژندلې او طالبانو له په کار دي چې بشري حقونو ته درناوۍ ورکړي چې افغانستان د بشري بحران نه بچ پاتې شي.

Leave a reply