د بښنې نړۍوال سازمان: افغانستان کې طالبان، امریکايي ځواکونه او پخوانی حکومت د بشر ضد جنایوتونو عاملین دي 

0
178

د بښنې نړۍوال سازمان: افغانستان کې طالبان، امریکايي ځواکونه او پخوانی حکومت د بشر ضد جنایوتونو عاملین دي 

د بښنې نړیوال سازمان یادو قربانیانو ته د عدالت او کورنیو ته یې د تاوان ورکولو غوښتنه کړې ده. د دې تر څنګ یې د جرمونو له نړیوالې محکمې د امریکايي او افغان ځواکونو لخوا د ادعا شویو جګړه ییزو جرمونو پلټل غوښتي دي.

 

(2021 / 12 / 15  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د بښنې نړیوال سازمان ویلي، چې طالبان، امریکايي سرتېري او د پخواني حکومت افغان ځواکونه د ملکي خلکو د مرګ‌ژوبلې مسوولین دي.

یاد سازمان نن چارشنبه د ډسمبر په ۱۵مه په خپاره شوي  راپور کې ویلي، چې طالبان، امریکایي سرتېري او افغان امنیتي ځواکونه ټول د هغو بریدونو مسول دي چې د افغانستان د پخواني حکومت له ړنګېدو مخکې په دې هېواد کې شوي دي او ملکي وګړو ته یې ډېر زیانونه اړولي دي.

یاد سازمان دغه راز د طالبانو راتګ په اړه ویلي، چې  پر افغانستان د طالبانو د واکمنېدو په جریان کې جنګي جرمونه شوي او ګڼ افغانان په ناقانونه توګه وژل شوي دي.

د بښنې نړیوال سازمان یادو قربانیانو ته د عدالت او کورنیو ته یې د تاوان ورکولو غوښتنه کړې ده. د دې تر څنګ یې د جرمونو له نړیوالې محکمې د امریکايي او افغان ځواکونو لخوا د ادعا شویو جګړه ییزو جرمونو پلټل غوښتي دي.

په دغه راپور کې واک ته د طالبانو رسېدو درشل کې د خلکو وژنې، د طالب اورپکو له لوري صحرايي اعدامونه او د افغان او امریکايي ځواکونو په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې د ولسي وګړو مرګ ژوبله په مستند ډول ثبت شوي دي.

د بښنې د نړیوال سازمان په وینا کورونه، روغتونونه، ښوونځي او بازارونه د جنایتونو پر صحنو بدل شوي او خلکو ته په مکرر ډول مرګ ژوبله اوښتې.

اړوند موضوعات: 

 د بښنې نړۍوال سازمان د افغان مېرمنو د حقونو د خوندیتوب غوښتنه کړې ده  

امنیتي انټرنشنل له طالبانو او امریکا غوښتي، چې خپلو نړيوالو مکلفيتونو ته ژمن پاتې شي او د جګړې پر مهال د ټپي شويو ولسي وګړو د جبران لپاره يو روڼ او دقيق ميکانيزم جوړ کړي.

Leave a reply