ایران کې شپږ افغان کډوال د ټرفیکي پېښې لۀ امله وژل شوي دي

ایران کې شپږ افغان کډوال د ټرفیکي پېښې لۀ امله وژل شوي دي
ملګرو ملتونو په ۲۰۲۰ کال کې اعلان وکړ چې له ۳.۴ میلیونو څخه زیات افغانان په ایران کې ژوند کوي چې شاوخوا دوه میلیونه یې په غیر قانوني توګه بې ځایه شوي او ۸۰۰۰۰۰ قانوني کډوال دي.
(2021 / 12 / 14 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ایران دولتي رسنیو ویلي، شپږ تنه ناقانونه کډوال د ایران په یزد ښار کې له یوه لارۍ موټر سره د ټکر له امله وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.
په راپور کې ویل شوي، پېښه د سه شنبې په ورځ د ثور په ۲۳مه، د مازدیګر په ۴:۵۳ بجو رامنځته شوې ده.
غلامرضا خوشرو; د فارس ښار د بېړنۍ څانګې مشر وويل، چې په دې پېښه کې موټر له چپه کېدو وروسته اور ولګېد، چې له امله يې ٦ کسان د سوځېدو او ټپي کېدو له امله ځاى پر ځاى ووژل شول او شپږ نور ټپيان شول.
افغان پناه غوښتونکي اکثراً د ایران په مرکزي ولایتونو لکه کرمان او یزد کې له ترافیکي پېښو سره مخ کېږي.
د سیستان او بلوچستان له پولو څخه د تیریدو وروسته، دوی د امنیتي ځواکونو څخه د تیښتې لپاره په سړکونو کې په تیز رفتار سره حرکت کوي.
اړوند موضوعات:
هره ورځ لۀ افغانستان څخه ایران ته پۀ زرګونو افغان کډوال ایران ته اوړي
ملګرو ملتونو په ۲۰۲۰ کال کې اعلان وکړ چې له ۳.۴ میلیونو څخه زیات افغانان په ایران کې ژوند کوي چې شاوخوا دوه میلیونه یې په غیر قانوني توګه بې ځایه شوي او ۸۰۰۰۰۰ قانوني کډوال دي.






