د پاکستان لومړی وزیر: ځینې غربي رسنۍ هڅه کوي چې د افغانستان پۀ مسله کې پاکستان پړ وګڼي
د پاکستان لومړی وزیر: ځینې غربي رسنۍ هڅه کوي چې د افغانستان پۀ مسله کې پاکستان پړ وګڼي
نوموړي په ټوېټر لیکلي چې پاکستان په تېرو ۱۵ کلونو کې د امریکا مشرانو ته دوکه ورکړې او د ترهګرۍ ضد همکارۍ په برخه کې یې ۳۳ میلیارده ډالره اختلاس کړي، په ځواب کې یې درواغ او فریب ورکړی دی.
(2021 / 12 / 14 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي، غربي رسنۍ د دې پر ځای چې په افغانستان کې د پاکستان د قربانیو ستاینه وکړي، اسلام اباد په دوه ګوني معیارونو تورنوي.
ده ووئيل غربي هېوادونو ټولې تېروتنې كړې او پړه يې په پاكستان اچولې ده۔ د پاکستاني رسنیو په وینا، د پاکستان لومړي وزیر د دوشنبې په ورځ د قوس په ۲۲ مه په یوه غونډه کې وویل چې په افغانستان کې د جګړې پر مهال تر ټولو زیات تاوان پاکستان ته اووښتی ښاغلي عمران خان وويل: “د امريکا د تېروتنو له امله په مليونونو خلک پاکستان ته راکډه شوي او پاکستان ته سلګونو مليونه ډالره زيان اوښتى دى.”
نوموړي همداراز وويل چې پاکستان پخپله د جګړې قرباني دى او لۀ جګړې د خلاصون هڅه کوې.
د طالبانو د مشران په ۲۰۰۱ کال کې هغه مهال پاکستان ته وتښتېدل چې د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو د طالبانو رژیم نسکور کړ.
د راپورونو له مخې د طالبانو شوراګانې په کوټه، پېښور او یو شمېر نورو ښارونو کې فعالې وې، چې د افغانستان جګړه رهبري کوله. که څه هم پاکستان په هیواد کې د طالبانو شتون نه ردوي، خو دا یې رد کړې چې ګواکې د دوی په اډو کې دې ډلې جنګیالي روزل کیدل.
هغه جنګیالي چې په افغانستان کې د لویدیځ په ملاتړ د حکومت پر ضد جنګیږي. د امریکا پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ۲۰۱۸ کال په جنورۍ کې په یوه ټویټ کې پاکستان په دوه مخۍ او دوکې تورن کړ.
اړوند موضوعات:
شماری از سناتوران امریکایی با مقامات پاکستان درباره افغانستان گفتگو کردند
نوموړي په ټوېټر لیکلي چې پاکستان په تېرو ۱۵ کلونو کې د امریکا مشرانو ته دوکه ورکړې او د ترهګرۍ ضد همکارۍ په برخه کې یې ۳۳ میلیارده ډالره اختلاس کړي، په ځواب کې یې درواغ او فریب ورکړی دی.
که څه هم پاکستان هغه مهال د امریکا دا ادعا رد کړې وه او د ټرمپ او د هغه پر ادارې یې سختې نیوکې کړې وې، خو له هغه وخت راهیسې د امریکا له میلیونونو ډالرو مرستو بې برخې دی.