د پاسپورټ رئیس وايي چې ژر به بېرته کابل کې د پاسپورټونو د وېش لړۍ پیل کړي

د پاسپورټ رئیس وايي چې ژر به بېرته کابل کې د پاسپورټونو د وېش لړۍ پیل کړي
د کورنیو چارو وزارت د پاسپورت رییس علم ګل حقاني رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې د کابل د پاسپورټ دفتر د تجهیزاتو له کمښت سره مخ دی او د پاسپورټونو د ترلاسه کولو لپاره باید افغانان لۀ حوصلې کاررواخلي.
(2021 / 12 / 14 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د کورنیو چارو وزارت د پاسپورت رییس علم ګل حقاني رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې د کابل د پاسپورټ دفتر د تجهیزاتو له کمښت سره مخ دی او د پاسپورټونو د ترلاسه کولو لپاره باید افغانان لۀ حوصلې کاررواخلي.
ښاغلي حقاني زیاته کړه چې دوی کار کوي چې ژر تر ژره په کابل کې د پاسپورټ دفتر پرانیزي.
خو دغه دفتر اوس هم د وسايلو له کمښت سره مخ دى او ډېر ژر به دغه رياست د خلکو پر مخ پرانيستل شي.
اړوند موضوعات:
د پاسپورټ عمومي رئیس وايي چې د پاسپورټ وېشلو لړۍ پنځلسو نورو ولایتونو ته هم غځوي
خو له څه باندې یوې میاشتې راهیسې په کابل کې د پاسپورت دفتر تړل شوی او زرګونه افغانان د پاسپورټونو د ترلاسه کولو لپاره د تړلو دروازو تر شا انتظار باسي.






