د پاسپورټ عمومي رئیس وايي چې د پاسپورټ وېشلو لړۍ پنځلسو نورو ولایتونو ته هم غځوي

د پاسپورټ عمومي رئیس وايي چې د پاسپورټ وېشلو لړۍ پنځلسو نورو ولایتونو ته هم غځوي
د دۀ په وینا سر له سبا د هېواد په پنځلسو نورو ولایتونو کې هم د پاسپورت د وېش لړۍ پیلېږي او په خبره یې د ولایتونو اوسېدونکي دې په پاسپورت پسې کابل ته نه راځي.
هغه همدا راز وایي چې د نوو پاسپورتونو چاپ ته اړتیا نشته ده او اوسني پاسپورتونه د اوږدې مودې لپاره بسنه کوي.
(2021 / 12 / 5 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د هېواد په پنځلسو نورو ولایتونو کې هم د پاسپورت د وېش لړۍ پيل شوې ده.
د پاسپورت ریاست سرپرست عالم ګل حقاني په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي چې دوی د پاسپورت ریاست د ټولو تخنیکي ستونزو د ختمولو په لټه کې دي.
د دۀ په وینا سر له سبا د هېواد په پنځلسو نورو ولایتونو کې هم د پاسپورت د وېش لړۍ پیلېږي او په خبره یې د ولایتونو اوسېدونکي دې په پاسپورت پسې کابل ته نه راځي.
هغه همدا راز وایي چې د نوو پاسپورتونو چاپ ته اړتیا نشته ده او اوسني پاسپورتونه د اوږدې مودې لپاره بسنه کوي.
اړوند موضوعات:
د افغانستان لسو نورو ولایتونو کې هم د پاسپورټ د وېش لړۍ پیل شوه
حقاني همدا راز په کابل کې د پاسپورت د وېش پر پروسه خبرې کړې دي او په خبره یې همدا چې مهمې تخنیکي ستونزې ختمې شي د وېش لړۍ به بېرته له سره پيل کړي.






