د افغانستان لسو نورو ولایتونو کې هم د پاسپورټ د وېش لړۍ پیل شوه  

0
307

د افغانستان لسو نورو ولایتونو کې هم د پاسپورټ د وېش لړۍ پیل شوه 

 نوموړي نن چهارشنبه د قوس په ۳مه یوې خبري غونډې ته وویل، چې سر له سبا په غزني، لوګر، میدان وردګ، فاریاب، دایکندي، بدخشان، نورستان، پروان، کاپیسا او غور ولایتونو کې د پاسپورټ د ورکړې لړۍ پیلېږي.

 

(2021 / 11 / 24   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د پاسپورټ سرپرست ریاست عالم‌ګل حقاني وایي، چې سر له سبا به په لسو نورو ولایتونو کې د پاسپورټونو د وېش بهیر پیل شي.

نوموړي نن چهارشنبه د قوس په ۳مه یوې خبري غونډې ته وویل، چې سر له سبا په غزني، لوګر، میدان وردګ، فاریاب، دایکندي، بدخشان، نورستان، پروان، کاپیسا او غور ولایتونو کې د پاسپورټ د ورکړې لړۍ پیلېږي.

نوموړي دغه راز د کابل پاسپورټ ریاست د فعالیت په اړه وویل، چې تخنیکي ستونزې نه‌‌دي حل شوي او په کابل کې لا هم د پاسپورټونو د ورکړې لړۍ نه ده پیل شوې.

اړوند موضوعات: 

کورنیو چارو وزارت ویلي چې ژر به بېرته کابل کې د پاسپورټ وېش پیل شي

د نوموړي په خبره، د بایومټریک نوي ماشیونونه یې راوړي خو تر اوسه نصب شوي نه دي. د یاد ریاست د مالوماتو له مخې، طالبانو تر اوسه ۶۰ کمېشنکاران چې ډېری یې د دې ریاست کارکوونکي دي نیولي دي.

Leave a reply